امنیت

په فارياب کې امنيت په نسبي ډول ښه شوى دى

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په فارياب ولايت کې امنيتي حالت د تيرو څو ورځو په پرتله ښه شوى دى او طالبانو د  دې وړتيا نه لري چې امنيتي ځواکونوته چلنجونه رامنځته کړي.
د فارياب والي محمدالله بتاش د باختر آژانس خبريال ته وويل: په وروستيو ورځو کې د غورماچ او قيصار په ولسواليوکې طالبانو په داسې توطيو لاس پورې کړ چې خلکو ته يې امنيتي ستونزې رامنځته کړي چې له ترديد پرته ويلى شو چې د دوى په مشرتابه کې پاکستانيانو او ازبکستانيانو لاسوهنه کوله.
ده زياته کړه: د امنيتي ځواکونو د هلوځلو له امله هغه طالبان چې د قيصار او غورماچ د ولسواليو لاره تړلې وه؛ وځپل شول او د هغوى ٧٥ تنه ووژل شول.
د بتاش دڅرګندونو له مخې: په ځينو ولايتونوکې بد امنى او جګړې هميشنې پيښې بلل کيږي چې فارياب هم په وروستيو مياشتوکې د هيواد يو نا امن ولايت بلل کيږي.
سره له دې چې په وروستيو مياشتوکې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړى شوې دي؛ خو سيمه ييز مسوولين وايي چې ملکي وګړي هم په دغو نښتوکې وژل شوې دي .
دفارياب د والي دڅرګندونو له مخې: د فارياب ستونزه دښمنانو او د پاکستاني استخباراتو  او پوځيانو نوې نه ده؛ له کومې ورځې څخه چې د ترانزيتي سړک د جوړولو کار پيل شوې دي ؛ د پاکستان استخبارات په پرله پسې ډول لاسوهنې کړې دي او د دغو پروژو د پرمختګ مخه يې نيولې ده.
بتاش زياته کړه: دښمنان په بېلابېلو جاموکې افغانستان ته راننوځي چې ښايي پاکستانيان د افغان تابعيت تذکرې هم ولري .
خو خلک تل د پاکستانيانو په شتون خبر دي او تاييدوي چې پاکستانيان او ازبکستانيان په نا امنيوکې رول لري.
د فارياب والي وايي: د هيواد استخباراتي او امنيتي ځواکونه موظف دي چې د بهرنيو لاسوهنې په ډاګه او رسمي سندونه او مدارک د نړيوالو مرکزونو په واک کې ورکړي.
په همدې حال کې د فارياب خلک په پرله پسې توګه له دولت څخه وغوښتل چې ددغه ولايت د خلکو د امنيت د تامينولو او د آرامى په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته