کابل باختر د وږي ديارلسمه :
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل: د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره وويل: دملي اردو د خاصوعملياتو د فرقې منسوبينو د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول؛ شپږ کلاشينکوفونه ، يو توغندي ويشتونکي اوڅلور ايکم مخابرې ترلاسه شوې دي.
دغه عمليات له هغه وروسته ترسره شول چې وسله والو مخالفينو د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې په تحرکاتو لاس پورې کړ.
دغه راز دقندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغوځواکونو دامنيتي فعالتيونو په بهيرکې څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول؛ يو کلاشينکوف او يوه اندازه تبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ