سیاست

‌‌‌‌‌‌د ډاکټرعبدالله عبدالله د وینا متن

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٧ مه
د كابل پروسې په غو‌‌‌‌‌‌نډه کې د اجرائيه رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکټرعبدالله عبدالله د وینا بشپړ متن
ښاغلی ولسمشر،
جلالتمآبانو، محترمو استازو او پلاویو،
اغلو او ښاغلو !
اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره غواړم د سولي او امنیتي همکاریو لپاره د پر ځای، مهم او مثمري کابل پروسې کي د ګډون له خاطره ستاسي ټولو هڅي وستایم.
تاسي په داسي یوه ښار کي د سولي او امنیت په برخه کي مهمي لاسته راوړني لری، چی یوازي څو ورځي وړاندي د ځنځیري بریدونو د لړۍ شاهد و، د افغانستان د نورو تر حملې لاندي ښارونو په شان یو داسي ښار، چي ورځي،میاشتي او کلونه یې وینه تویېدنه لېدلې، یو داسي ښار چي د کوڅو له کونجونو یې د هغو مات زړو یتمو کوچنیانو، کونډو، مېندو، پلرونو، خویندو او وروڼو ژړاوي او فریادونه اورېدل کيږي چي، خپلوان یې د تروریزم، غیر انساني اعمالو او داسي دسایسو قرباني سوي چي ددوی او ځیني وختونه حتی زموږ تر درک او پوهي لوړ وي.
غواړم دا وینا د خپلو هیوادوالو په یاد سره پیل کړم، زموږ د هغو وروڼو او خویندو په یاد چي په ملکي او نظامي سکتور کي د ناځوانو بمي چاودنو، راکټونو او هدفي بریدونو قرباني سوي دي.
موږ شهیدانو ته دعا کوو او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کوو.
هغوی به، چي ځانمرګي بریدونه او تروریزم د مغلقو جیو پولیټیکی لوبو او یا هم نورو جنايي د سیسو لپاره کاروي، بلاخره له ناکامۍ سره مخ سي.
موږ به د عدالت لپاره کار وکړو او د یوه متحد، ښېرازه او سوله ییز سبا لپاره به مو هڅي ستاسي پر بدرنګو او شیطاني موخو بری ومومي.
هغوی ته چي د نورو لخوا پر لاس جوړ سوي او د الې په توګه استفاده سوي غواړم ووایم: د بې ګناه انسانانو په وژنه کي هیڅ اجر نسته!
د ننۍ موضوع سره د ارتباط له مخي دلته غواړم د ټولو هغو بې ګناه انسانانو یادونه وکړم، چي د نړۍ په ګوټ ګوټ او په وروستیو ورځو کي په لندن کي د هغوی د عقیدې او رنګ د تفاوت پرته د هغه څه لخوا چي موږ یې تریزم بولو له منځه ولاړل.
موږد قربانیانو له کورنیو او ستاسي له ملتونو سره خواخوږي کوو.
مهمه ده ووایم، چي نن د جون ۶ مه د هغي ورځي درې کاله پوره سول،چي په ۲۰۱۴ کي زما پر ټاکنیز کاروان ځانمرګی برید وسو او دا درې ورځي مخکي درې نور ځانمرګي بریدونه چي د هیواد رهبري یې په نښه کړل، د تروریزم پر ضد زموږ د جګړې طبیعت په ډاګه کوي.
زه همداراز غواړم ستاسي څخه د دولت او دولت ترمنځ د رښتینو همکاریو او کارنده سیمه ییزو میکانیزمونو د ملاتړ له خاطره مننه وکړم. د تروریزم پر ضد جګړه کي -که له غیر دولتي سړیو او کړیو او یا هم دولت ملاتړي تروریزم سره مقابله کوو- ټول اړ یو،چي له همدې وسیلې ګټه واخلو.
اغلو او ښاغلو،
زه یوه داسي نسل ته متعلق یم چي تر ۱۹۷۸ میلادي کال وړاندي سوله ییز افغانستان یې په یاد دی او همداراز یې د بې ثباتۍ دوره چي په پوځي کودتاه سره پیل او د سیاسي کشمکشونو، پوځي پرمختګونو،زموږ د ځان په دفاع او د ارزښتونو په ساتنه کي د جهاد او مقاومت دورې، د سیمه ییزو مداخلو سره یو ځای سوو د قدرت داخلي ستونزي او بلاخره په امریکا کي د سپټمبر د ۱۱ مي تر پېښو وړاندي چي افغانستان یې په نړیواله کچه بیارغوني او جوړېدني ته د اړمن هیواد په توګه معرفي کړی،هم تجربه کړې ده.
موږ شپاړلس کاله وروسته لا هم تر وروستۍ اړتیا پر پخوانۍ هغې ډېره پانګونه کړې.
تر دوو لسیزو له زیاتو مخالفتونو، ورانیو او ټوټه کېدلو وروسته زموږ د بیا رغوني بهیر دولت جوړونياو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته متمرکز و.
له ۲۰۰۲ کال راهیسي موږ د نړیوالي ټولني او نړیوالو سازمانونو له سخاوتمندانه مرستي څخه مستفد سوي یو. موږ منندوی یو،ولي دا بهیر د دوامداره تاوتریخوالي او ناسم مدیریت له امله له خنډونو سره مل و.
د سیمي لپاره زموږ لیدلوری ساده او څرګند دی: موږ په دې عقیده یو چي ثبات د سیمه ییزي نښلوني او همدا راز زموږ ټولو ملتونو لپاره د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ښېرازۍ، کلتوري، ټولنیز او سیاسي یو ځای والي له پرمختګ سره هم مرسته کوي.
له دې سره سره موږ د پرمختګ لور ته ګامونه اخلو او نهايي تلاښ کوو،چي پخوانۍ غلطۍ تکرار نکړو. هغه برخه چي موږ پکښي د خلکود توقع خلاف ناکامه سوي یو،هغه د خلکو د سر او مال ساتني د تضمین په موخه د ښه امنیت شتون دی.
دا یوه له هغو برخو ده چیري چي موږ له ښه کار کولو او بهترو پایلو تر لاسه کولو پرته بل انتخاب نه تر لاسه کوو.
موږ اړ یو چي خپل ټیمي سیاستونه یوې خواته کو،سیاسي کړۍ دعوت کړو، ټولیزي موخي او روایتونه ایجاد کړو او په ګډه د خپلو دښمنانو د تاوتریخوالي ډک اهداف له منځه یوسو.
موږ د خپلو خلکو د اعتماد او همکارۍ د دوام لپاره اړ یو چي پر دې دعوت بیا هم فکر وکړو، سیاسي اراده ولرو، همکارۍ وکړو او په خپلو خبرو،پالیسیو او عمل کي تبعیض ضد تګلاره خپله کړو.
اوسنیو حساسیتونو په پام سره ضرورت لرو چي خپل فعالیتونه د اولویتونو پر اساس وټاکو او نور بې لومړیتوبه موضوعات مو مصروف نکړي.
بله، موږ اړ یو، چي اوسنی حالت یو ځل بیا ارزیابي کو، عاجل اصلاحات راولو، رهبري او اداره د ظرفیت، استعداد او ښې مخیني پر اساس تقویه کړو، برېښنايي تذکرې وویشو، د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ازادي او مناسبي ټاکني وکړو او ځانونه ډاډه کړو چي زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه ملاتړ چي، د دښمانو د نابودۍ او د خلکو د ساتني لپارته ورته ضرورت لري، تر لاسه کړی دی.
موږ همداراز باید د انتقاد او لاریونونو په مقابل کي زغم ولرو. افغان ملت په ټولیزه توګه مایوس، خوږ سوی او قهر دی. ملت د اساسي قانون له مخي حق لري چي خپل نظرونه د سوله ییزو لاریونونو او مدني حرکاتو له لاري اظهار کړي.
زه خپله به هیڅ کله د خلکو دا اساسي حق له هغوی وانخلم او نه به هم بل چاته اجازه ورکړم، چي قانون منونکو هیوادوالو ته مو ضرر ورسوي، ځکه خو به د تیرو څو ورځو غمیزي په ازاده توګه وڅېړل سي.
خو، زموږ لومړیتوب دم ګړی دوې خواوي لري،
اول: د هغه خطر مخنیوی وکړو چي اوس دستي موږ ګواښی، او دوهم: پر هغو داخلي سیاسي انتقادونو فکر او غور وکړو،چي رغنیزه بڼه لري او زموږ مرسته کوي، چي امنیتي حالت ښه کړو او نورو تشویش پاروونکو لومړیتوبونو ته پام وکړو.
زه ټولو منتقدینو، د ټولني او قوم مشرانو، د نظر خاوندانو،دیني عالمانو او د سیاسي، ټولنیزو او مدني حرکتونو استازو ته بلنه ورکوم چي په یوه رغوونکي مذاکره کي برخه واخلي، څو موږ اندېښمنوونکي لومړیتوبونه مشخص، ګټور او عملي نظریات جمع او هغه بدلونونه راولو، چي امنیت مو ورسره ښه سي.
که دا موخه تر لاسه کول د مامورینو او لوړ رتبه مسؤلینو د تغیر په بیه تر لاسه کېدای سي، تر لاسه دي سي!
ولي، ضروري ده، چي هوښیار تصمیم ونیسو. موږ اړ یو چي د انتقادونو او وړاندیزونو سره د چلند لپاره پر یوې مؤثري او مثمري پروسې باندي سره سلا سو. راځئ دښمن ته دا چانس ورنکړو،چي موږ له خپلو وجایبو څخه بې لاري کړي او یا مو پر مختلفو صفوفو وویشي.
اغلو او ښاغلو،
زموږ نهايي موخه پر عدالت په تاکید سره د سولي راتګ دی. دا سوله د برابرۍ، ډېروالي او ټول شمولۍ اصول چي د سولي د ملي پروسې لپاره تهداب ګڼل کیږي،په بر کي نیسي.
دا سوله یوې مثبتي منطقوي او جهاني اجماع ته اړتیا لري.
جلالتماب ولسمشر اشرف غني په تفصیل سره د تروریزم د خطر او سیمه ییزو او نړیوالو مسؤلیتونو په اړه خبري کړي دي.
ولي غواړم ووایم،چي له افغانستانه دباندي له ترورستانو سره د افغانستان پر ضد د جګړې لپاره همکاري کيږي.
ددې هڅي یوه برخه کي -چي د کنټرول او قوماندې مرکز یې له افغانستان څخه دباندي دی- د اسلام څخه ناوړه ګټه اخستل کيږي او قومي سیاستونه ترویج کيږي، څو له همدې لاري زموږ تر سرحدونو دباندي د سلګونو پېژندل سوو تندلارو او ترورستي ګروپونو او همداراز د افغانستان د هغو سیمو څخه،چي پکښي دولتي حاکمیت ضعیف دی،سرباز ګیري وکړي.
ددې هڅي بله برخه کي له غربت، ضعیفي حکومتدارۍ او بې عدالتۍ څخه ګټه پورته کيږي، څو د مشخصو ټولنو په مشروع غوښتنو کي خپل کرغېړن اهداف ولټوي.
د تریاکو کاروبار، قاچاق او د پیسو په مقابل کي سرباز نیونه د خاصو ایجاد سوو چینلونو څخه پر مخ ځي، څو دې اعمالو ته ښه چاپېریال را منځ ته سي.
د تروریزم پر ضد جګړه کي موږ ضرورت لرو،چي د ترورستانو خوندي ځایونه او د هغوی ملاتړي تاسیسات په یو مخییزه توګه له منځه یوسو. ډېری دغه تاسیسات له افغانستان دباندي دي او موږ وړاندي له دي، چي ډېر ناوخته سي، مجبور یو چي په اړه یې اقدامات وکو.
ځکه نو، زموږ دوه اړخیزي او څو اړخیزي هڅي باید په اساسي توګه ددغو بهرنیو ابعادو سره مبارزې ته متمرکزي وي. همداراز، کورنیو ستونزو ته رسیدګي هسي هم د ملي یووالي حکومت په رهبرۍ او سیاسیونو پوري اړه لري.
زموږ د بهادورو امنیتي ځواکونو ملاتړ، د لوړي کچي له فساد سره مبارزه، د یو کارنده قضايي سسټم ایجاد او خلکو ته کار موندنه څو هغه مسؤلیتونه دي چي موږ یې باید تر پخوا په جدیت سره ادا کړو.
لکه چي ویل سوي،ده مرستندویانو رول او هغه ژمني چي په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کي زموږ سره پر خپلو پښو د درېدلو په موخه سوي،کلیدي ارزښت لري.
اوس ددې وخت رارسېدلی چي خپل یووالی حفظ کړو او خپل ملکي او نظامي ادارات مو قوي او خلکو ته د خدمت کولو جوګه کړو.
موږ هیله مند یو، چي د کابل پروسه به هغه همکارۍ ته زمینه مساعده کړي، چي ټول د مشورو او هڅو له لاري پر یو ګډ کاري عملیاتي پلان سره سلا سو.
زه له تاسي یو ځل بیا مننه کوم چي دلته راغلاست او خپل نظریات مو راسره شریک کړل. موږ، زموږ راتلونکي ناستي او ښه خبرونو ته سترګي په لاره یوو.
مننه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته