امنیت

دناتو يوه بي پيلوټه الوتکه راوغورځيده .

  دناتو يوه بي پيلوټه الوتکه دافغانستان په جنوب کې  راوغورځيده

 دغه الوتکه  چې ويل کيږي په امريکايې ځواکونو پورې اړه لري دغزني ولايت په مربوطاتو کې  راغورځيدلي ده .

 په بګرام کې دامريکايې ځواکونو دپوځي اډي  درسنيو دفتر باختر اژانس  ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغي الوتکي غورځيدل تاييد کړل او ويي ويل  په دې پيښه کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دي اوښتي  .

 ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې  دغه الوتکه دفني ستونزو له امله راغورځيدلې او په د ې پيښه کې  مخالفينو هيڅ ډول لاس نه درلود .

 ناتو  وايي ددغې الوتکي ټوتې دبګرام پوځي اډي ته  ليږدول شوې  ده

 په روان  لمريز کال  کې  دناتو دسازمان ددوو پوځي هليکوپترونو په ګډون ددغه سازمان دا څلورمه بي پيلوټه الوتکه ده چې  په افغانستان کې راغورځيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته