کابل/باختر/ د وږي ۱۳ مه
په بادغيس کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ٥٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.
دبادغيس د اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د دغه ولايت کروندګر سږ کال وکولاى شول ١٤٤زره مټريک ټنه غنم توليد کړي دي چې دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ٥٤سلنه زياتوالى ښيي.
د بادغيس د کرنې رياست مسوول وويل چې د دغو حاصلاتو زياتوالى ښيي چې د دغه ولايت کروندګر له اړتيا زيات غنم توليد کړي دي.
هغه وويل: د کافي او په وخت اورښتونو، د کرنې وزارت او د مرستندويو موسسو له خوا د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د وېشلو او دغه راز د طبيعي آفتونو د له منځه وړلو له امله په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
ختم- شکريه – اکرم
1 1 دقیقه لوستل