کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠
د افغانستان د اسلامی حزب دمعزز مشر ، انجنیر ګلبدین حکمتیار ، د راڅرګندیدو اودهغه د لومړۍ او دویمې وینا په اړه یو شمیر رسنیو په تيروتنې يا په قصدي ډول غلط تعبیر اوتفسیر کړی .
معزز مشر دیو شمیر رسنیو په اړه شکایت کړى چی قصدا او عمدا د جنګ په لمبو تیل اچوي ،په داسې حال کي چې دوى ته په کار دي چې په هیواد کې د سولې او امن په خاطر ددغسې خپرونو څخه چې هغه د قومونو ،ژبو او ولسونو تر منځ د تاو تریخوالي او د جنګ د زیادښت سبب ګرځي لري والي وکړي .
موږ د بیان د ازادئ سخت طرفدار یو ، او دا د انسانانو تخلیقي حق ګڼو ، هیڅوک نه شی کولي د چا د بیان په ازادئ باندې ، ترهغی چي د بل چا د شخصیت ، د توهین اوسپکوالي او یا هم د قومونو ، ولسونو ،تر منځ د عصبیت دراپاریدو سبب ونه کرځی او یا هم د مذهبونو او ژبو ترمنځ داور لمبې زیاتې نه کړي
افغانستان د جنګ په لمبو کې را ګیر هیواد دى ، پردي غرضي او مرضي ډلې غواړي دا هیواد نور هم د جنګ د اور په لمبو کې را ښکیل کړي ، په دې خاطر غواړو چې زموږ رسنئ په هیواد کې د ورونو قومونو ترمنځ دداسې خپرونو ، تبصرو، ګردي میزونو څخه چې دهغې له مخې د جنګ د اور د خپریدو ویره وي جدي مخنیوی وکړي او د ملي او وطن دوسته رسنیو په څیر په دې تاریخي فرصت کې په هیواد کې د امن ، سولې او سکون د قیام او د وطن دبیا ابادیدو په لور رغنده رول و لوبوي .
1 1 دقیقه لوستل