امنیت

د انرژى او اوبو په پخواني وزير اسماعيل خان ناوړه ناکام قصد

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
د انرژى او اوبو پخوانى ويزر او د جمهوري رياست په را روانو انتخاباتوکې د عبدالرب رسول سياف لومړي مرستيال په هرات کې په خپل پلرنې ټاټوبى کې له يو ناوړه تروريستي قصد څخه  روغ رمټ پاتې شو.
د افغانستان د حکومت په دغه پخواني مقام نن له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخواکې د هرات ښار د مهتر بند په نامه سيمه کې کله چې غوښتل د جمعې د لمانځه له اداکولو وروسته خپل کورته لاړ شي؛ ځانمرګى بريد وشو.
د هرات ولايت د پوليسو ويندوى عبدالرووف احمدي باخترآژانس ته وويل: په دې پيښه کې اسماعيل خان ته زيان نه دى اوښتى.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ځانمرګي يرغلګر ديو غوښتن ليک د لاسليک په پلمه ځان د انرژى او اوبو وزير ته نږدې کړ او په چاودنو يې لاس پورې کړ.
په همدې حال کې د هرات يو سيمه ئيزمسوول وايي چې په دې ځانمرګى بريدکې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.خو دهرات ښار د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې يو ملکي وګړى برسيرن ټپي شوى دى.
له بلې خوا د هرات امنيتي مامورينو دځانمرګي يرغلګر هويت تثبيت کړى دى. دغه اوياکلن يرغلګرعبدالله نوميږي او د هرات ولايت اوسيدونکى دى.
پوليس وايي: ښايي ددغه يرغلګر سپين ږيريتوب د دې سبب شوى وي چې دى ونه کړاى شي ځان په خپل وخت وچوي.
په همدې حال کې د سيمې مسوولين وسله وال طالبان د افغانستان د انرژى او اوبو په پخواني وزير ناوړه ناکام قصدمسوول بولي او وايي چې دعاملينو دپيژندنې او نيولولپاره هلې ځلې  پيل شوې دي.
تراوسه پورې ددغه ځانمرګى بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
   اسماعيل خان د افغانستان يو پيژندل شوى سياستوال او جهادي مشر دى .
ده په دې وروستيو وختوکې دجمهوري رياست په راروانه انتخاباتوکې دعبدالرب رسول سياف د لومړي معاونيت له منلو وروسته د انرژى او اوبو وزارت له دندې څخه استعفا ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته