کابل باختر دثور ٢٣
په کندز ولايت کې زيانمنو شويو کورنيو نن مرستې ترلاسه کړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دملي وحدت دحکومت داجراييه رياست د حکم له مخې دوه مليونه دوه سوه پنځوس زره افغانۍ په دغه ولايت کې په څلويښتو زيانمنو شويو کورنيو وويشلې شوې .
دغه مرستې په هغې کورنى وويشلې شوې چې دخپلې کورنۍ غړي دجګړې له امله له لاسه ورکړي دي اويا ټپيان شوي دي .
دغه مرستې دهر شهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او دهر ټپي په کورنۍ پنځوس زره افغانۍ ويشل شوې دي .
ختم-عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ