ښوونه او روزنه

دځوانانو دچارو معينيت په تخفيف سره پنځه زرو تنو ځوانانو ته دتحصيل شرايط برابر کړل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت نن د لوړو او نيمه لوړو  خصوصي زده کړو  له يوشمير موسسو سره  څو تفاهم ليکونه لاسليک کړل .
دغه تفاهم ليکونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو دمعين تيمورشاه اسحق زي له خوا دافغانستان د روښان دارالمعلمين دخصوصي موسسو له مسوولينو، د الازهر پوهنتون، د کهکشان نور دښوونکي دروزنې، د شاهين  دلوړو تعليماتو، د سديس حکيم د دارالمعلمين، د کار آموز د روزنيز مرکز ، د روشن دارالمعلمين ،  د کابل نور  دارالمعلمين ، د هېواد د عالي تعليماتو ، د مولانا جامي دتخنيکي او مسلکي تعليماتو د انستيتوت ، دجامي د روغتيايي علومو  د انستيتوت او د رازي د روغتيايي علومو د انستيتوت د خصوصي موسسو له مسوولينو سره لاسليک شول.
ددغو تفاهم ليکونوله مخې به نږدې ٢٥ زره تنه ځوانان په تخفيف سره دلوړو زده کړو  لپاره دغو بنسټونو ته معرفي شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين وايي چې د دغو تفاهم ليکونوله مخې: هغه ځوانان  دغو موسسو ته معرفي کيږي چې په دې نه دي بريالي شوي دولتي پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي .
تيمورشاه اسحق زي دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې ٤ زره او ٩٠٠ تنه ځوانان په  يادونې وړ تخفيف سره  په دغو  موسسو کې جذبيږي .
ده زياته کړه  چې  دغه  عالي  او نيمه عالي موسسې  د هېواد په ځينو ولايتونو کې هم نمايندګي لري او  ځوانان کولاى شي په دغو ولايتونو کې هم په دغو موسسو کې  جذب شي .
اسحق زي په دولتي پوهنتونونوکې دمنلو دظرفيت کمښت ته په اشارې سره وويل
چې دڅو تفاهم ليکونوله لارې هلې ځلې کيږي چې په راتلوونکي کال کې په خصوصي پوهنتونونو کې دځوانانو دجذب شمير زيات شي .
د ځوانانو دچارو معين  وويل چې نن يې دکابل ښار له څو ورزشي کلپونو سره  څلور تفاهم ليکونه لاسليک کړل چې دهغو له مخې دغه کلپونه ترپنځه سوه تنو پورې ځوانان په وړيا ډول او يا په تخفيف سره  په ورزشي څانګو کې تر روزنې لاندې نيسي.
دپوهنې وزارت  له خوا  دوړاندې شويو شميرنو له مخې: د روان کال په بهيرکې  نږدې ٤٠٠ زره تنه ځوانان  د هېواد له ليسو څخه  فارغ شوي دي  هغه شمېر چې په دولتي پوهنتونونوکې د دوى د ټولو جذب ناشونى کار دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت پنځه کاله مخکې هغو ځوانانو ته چې داقتصادي ستونزو په دليل نه شواى کولاى خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، يو داسې پروګرام طرحه کړ چې دهغه له مخې دغه ځوانان کولاى شي په تخفيف سره دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې  جذب شي .
دځوانانو دچارو معين وايي چې کال په کال له ٣٠ زرو تنو څخه  تر٣٥زرو تنو پورې ځوانان  د دغه پروګرام له لارې دلوړو زده کړو او خصوصي مسلکي  انستيتونونو ته معرفي کيږي او د دغه پروګرام له پيل څخه تراوسه پورې  نږدې١٥٠ زره تنه  ځوانان دغو بنسټونو ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته