ټولنه

د کابل _ قندهار په لويه لاره کې خونړۍ تر افيکي پيښه

قندهار باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
د کابل _ قندهار په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٥ تنه ووژل شول او ٤٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د قندهار ولايت په مربوطاتوکې د شاه آقا د څلور لارې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى بس موټر له واټ  څخه ووت او چپه شو.
د قندهار ولايت د رسنيو د دفتر مسوول قدرت الله خوشبخت باختر آژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې پنځه تنه مسافران ووژل شول او څه ناڅه دوه څلويښت تنه نور ټپيان شول.
ده د بس موټر د چلوونکي  بې احتياطي او ګړنديتوب د دغې خونړۍ ترافيکي پيښې اصلي علت وباله. په ټپيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د قندهار ولايت د يوه روغتون ډاکترانو د دغې ترافيکي پيښې  د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
يوازې نن د کابل _ قندهار  لويه لاره د څلورو ترافيکي پيښو ډګر و چې له امله يې   ١١ تنه  ووژل شول او ٤٥ تنه نور ټپيان شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته