کابلباختردميزان١٠
دسويډن کميټې په سمنګانو ولايت کې دوه ابتدائي روغتياي مرکزونه جوړ او پرانستل .
دغه دوه مرکزونه دسمنګانو ولايت په بر دره صوف او دکوز دره صوف دولسواليو په مربوطاتو کې جوړ شوي دي .
په هغې خبرپاڼه کې چې نن دسويډن د کميټي له خوا باخترآژانس ته رسيدلې ده
ويل شوي دي چې دغه دوه پروژې دسويډن دنړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د اوولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوي دي .
ددغې اعلاميې له مخې ، هرمرکز د ولادي نسائى ،عمومي داخلې ،جراحۍ دماشوم اوموردملاتړ اونورې برخې لري چې ددغودوو ولسواليو دڅلور زره تنو اوسيدونکو روغتيايي ستونزې به لري شي
0 د یوې دقیقې څخه لږ