آزادۍ راډيو باختردغويي دمياشتې ٢٨نيټه :
د پاکستان په نوشيره ښارکې پرون د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريدکې يو سرتېری وژل شوی او يو زيات شمېر نورټپيان شوي دي.
د پوليسو يوه افسر مشال خان د آزادي راډيو ته وويل چې د بريدګرو هدف د ملېشه ځواکونو موټر و .
په دې بريدکې د ملېشه ځواکونو د غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپيان شوي دي .
له بلې خوا پاکستانۍ رسنۍ د پوليس د چارواکو له خولې وايي چې ټپيان پوځي روغتون ته ليږدول شوي چې په هغوکې د دريو تنو روغتيايي حالت خراب دى . تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دی منلی.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ