امنیت

په هرات کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم ژغورنه

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليس د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم په ژغورنې بريالي شول .
  دغه ماشوم چې فهيم نوميږي؛ د وړمې شپې د لسو بجو په شاوخوا کې د انسان تښتوونکو له خوا د انجيل ولسوالۍ د توبريان له کلي څخه وتښتول شو چې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له خوا د هرات ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري په مشرۍ له نورو امنيتي قوتونوسره دګډو هلوځلو له امله پرون مازيګر د پنځو بجو په شاوخواکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او خپلوانو ته يې وسپارل  شو .
  د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري وايي چې د دغې پيښې په اړوند درې تنه له وسلو سره يې نيول شوي دي چې له هغوى څخه تحقيقات او پوښتنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته