کابل باختر د دغبرګولې ديارلسمه :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ کې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه ډار اچوونکو ووژل شول .
ده وويل: وسله وال طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
د يوبل خبرله مخې: دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو نن سهار د پارون ښار ته څېرمه دعملياتو په بهير کې کشف شوه. له دغه ډيپو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار د نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان د دغو ناکامو ماين ښخونو عامل بولي .
طالبان په افغانستان کې په ګن ميشتو لارو اوسيموکې د ماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
ختم_ ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل