سیاست

جمهوررئیس غني د آسیایي پراختیایي بانک مرستیال سره وکتل

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د اسیایي پراختیایي بانک مرستیال وینکای ژانک سره چې د "سام" لوړ پوړو مقاماتو ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی وو، وکتل.
د جمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ښاغلي وینکای ژانک په سام ناسته کې پر ګډون د خوښۍ ترڅنګ وویل ، آسیایي پراختیایي  بانک د خپلې نوې ستراتیژۍ د رامنځته کېدو په حال دی چې افغانستان به هم پکې شامل وي.
هغه زیاته کړه، غواړو سترو پروژو ته د لاسرسي په خاطر په دغه ستراتیژۍ کې بېلابېل میکانیزمونه ځای کړو، تر څو وتوانیږو پروژې تمویل شي او دغه راز به په عامه او خصوصي مشارکت تمرکز وکړو.
دآسیایي پراختیایي بانک مرستیال وویل، زموږ تمرکز په  زېربنایي پروژو، سړک،  اوسپنې پټلۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، د اوبو مدیریت او د طبیعي سرچینو  پر مدیریت دی.
هغه څرګنده کړه، هڅه کوو خپلې ټولې برنامې د افغانستان دولت لومړیتوبونو سره همغږې کړو او موږ د افغانستان د ملي برنامو ملاتړ کوو.
جمهوررئیس غني نوموړي او  ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د آسیایي پراختیایي بانک له مرستو او د افغانستان په زېربنایي پروژو کې د دې بانک د تمرکز مننه وکړه وېې ویل، موږ            د منابعو د مختلفو طریقو، پروژو، دغه  راز  د خصوصي سکتور د مشارکت او بانکونو هرکلی کوو.
جمهور رئیس وویل، زموږ تمرکز د هېواد دننه د اوسپنې پټلۍ غځول او د سیمې هېوادونو، د منځنۍ آسیا پنځو هېوادونو، چین او  ایران سره د هغې نښلول دي . دغه راز  زموږ تر ټولو زیات تمرکز په سیمه ییزو پروژو له هغې ډلې د اوسپنې پټلۍ او ترانزیټ دی چې د سیمه ییزه ودې او همپالنې لپاره مهم دی.
جمهور رئیس غني د آسیایي پراختیایي بانک مرستیال څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د پروژو د ډیزاین، د پروژو د لګښت په ټیټوالي او د هغو د کیفیت په لوړولو کې همکاري وکړي او ټینګار  یې وکړچې په پروژه کې دې حفظ او مراقبت په پام کې ونیول شي.
محمداشرف غني له نوموړي غوښتنه وکړه چې آسیایي پراختیایي بانک دې په سیمه کې د ترانزیټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري په غاړه واخلي، ترڅو د سوداګرۍ حجم لوړ او اقتصاد پیاوړی شي.
هغه وویل، د اوبو مدیریت په ظرفیت جوړونه تمرکز لرو او غواړو آسیایي پراختیایي بانک زموږ سره د کرنیزو بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي، ځکه د اوبولګولو بندونه د کرنې په وده او د کرنېزو محصولاتو په زیاتوالي او د ښارونو څېرمه سیمو د اقلیم په ښه والي کې ممد واقع کېږي.
دغه راز جمهور رئیس غني وویل، زموږ تمرکز د برېښنا په تمدید او د تجدید وړ لمریزې او بادي انرژۍ په تولید دی.
هغه زیاته کړه که چېرې آسیایي پراختیایي بانک افغانانو سره د پروژو د مدیریت او قراردادونو په روزنه کې همکاري وکړي  غوره به وي، ځکه په تېر کې په دې برخو کې حقوقي ستونزې وې او یو شمېر پروژې ځنډیږې.
جمهور رئیس وویل د افغانستان حکومت په تېرو دریو کلونو کې په بېلابېلو زېربنایي برخو کې هڅه کړی او د پروژو د ډیزاین او حفظ و مراقبت په برخو کې ډېر کارونه شوي دي.
د دې کتنې په پای کې د آسیایي پراختیایي بانک مرستیال ښاغلي وینکای ژانک وویل، په خپله نوې ستراتېژۍ په ځانګړي ډول د پروژو د حفظ و مراقبت، دپروژو د لګښت ټیټوالي،دپروژو او قرادادونو دمدیریت په برخو کې به د افغانستان دولت غوښتنې په پام کې ونیسو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته