سیاست

شپاړلس ميليونه ډالره ليلاميږي

 کابل باختر دزمري د مياشتې ١٢ مه:
مرکزي بانک (١٦) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل   شوى دى ؛ ويل شوي دي:                        د افغانستان بانک  د روان کال د زمري د مياشتې په ١٤ نيټه د شنبې په ورځ         (١٦) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي ؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په
ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له         دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته