نړۍ

په پيښور ښارکې بمي بريد

پيښور باختر د ليندى  دريمه :
  په پيښورکې د پوځي مليشو په ځواکونو د ځانمرګي بريد له امله د دغو مليشو درې تنه افسران ووژل شول او څه ناڅه پنځه تنه نور ټپيان شول.
د پوليسو د څرګندونوله مخې:
دغه بم هغه وخت وچاوديد چې د سرحدي پوځي مليشو د سپرلۍ موټر له ساحې څخه تېريده .
په پيښورکې د يوه روغتون وياند وويل چې د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
جماعت الاحرار چې د پاکستان د طالبانو  د تحريک يوه انشعابي ډله ده؛ ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
په ٢٠١٤ ميلادي کال کې په سرحدي سيموکې د پاکستان د اردو د ځواکونو د عملياتو له پيل کيدو وروسته په پاکستان کې د تند لارو بريدونوکمښت موندلى دى، خو دغو تندلارو کله ناکله خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته