امنیت

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

 کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : 
پوليسو نن  دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ١٤ تنه دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور نيولي دي .دکورنيو چارو وزارت  وياند نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل ؛ پوليسو ١٤ تنه دوژنې ، وسله والو غلاو  او دکميشن کارۍ په اړوند دکابل ، هرات ، تخار ، بغلان  او  فراه دولايتونو له بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ له دغو کسانو څخه يوشمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛  يو غلا کړاى شوى موټر دبغلان ولايت دده صلاح ولسوالۍ  له مربوطاتو  څخه دپوليسو له خوا کشف اواصلي خاوند ته يې وسپارل شو.
دغه راز پوليسودغزني ښار  داهنګرانو دکلي  په سړک کې دتروريستانو له خوا دوسايطو ضد يو ښخ کړاى شوي ماين کشف اوشنډکړ.
دغه راز دزابل دمرکز قلعچه په ساحه کې دپوليسو په عملياتو کې  يوه اندازه چاوديدونکي توکي ، لاسي بمونه او دماين  جوړولو وسايل کشف اوشنډکړل.
پاى   ذ                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته