کابل/دزمري ٧مه /باختر:
دوه وسله وال طالبان په بلخ کې په هوايي بريدکې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان پر يو پوځي هاموي موټر کې سپاره وو او په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت و چې د چمتال ولسوالۍ دامام صاحب ترکي په کلي کې پرې بريد وشو.
ويل کېږي وسله والوطالبانودغه هاموي موټر پخوا د يوې پوځي پوستې د بريد په وخت کې نيولى و
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې هوايي بريد کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او هاموي موټر چې طالبانو پخوا نيولى و، ويجاړ کړى شو .
وسله والوطالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ