فرهنګ

دايران خبري اژانس به له باختراژانس سره همکاري وکړي .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دباختراژانس  رييس خليل  مينوي نن په افغانستان کې دايرنا  دنمايندګي له رييس سيد سعيد حسيني   سره  ددغو دوو خبري  بنسټونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا په باب  خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې ددوه اړخيزو همکاريو ، دهمکارى دتفاهم ليک  دلاسليک  ، د باختراژانس دخبريالانو دروزنې ، داطلاعاتو په ازاد بدلون کې درسنيو د رول ، په تهران کې دنړۍ  د دولتي خبري اژانسونو  دمسوولانو د درې څلويښتمې  غونډې او دبېلابېلو  هېوادونو ددولتي خبرې اژانسونو ترمنځ دزياتې همغږى  اوهمکارى  په رامنځته کولو کې ددغه سازمان درول په باب خبرې وکړې .
ددغې کتنې په پاى کې په افغانستان کې دايرنا دنمايندګى رييس له باختراژانس سره ددغه بنسټ دهکارى ژمنه وکړه .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته