سیاست

دوزيرانو شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :

 دوزيرانوشورا غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي  جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري رياست دارګ   دګلخانې په ماڼى کې جوړه شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دوزيرانو شورا دارالانشا دلوي رياست دمعلوماتوله مخې : په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس داستراتيژيکي همکاريو دتړون دلاسليک کولو په اړوند دامريکاله متحده ايالاتوسره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دخبرو دپرمختګ دڅرنګوالې په باب غونډي ته مفصل معلومات وړاندې کړل او دخپلواکي او ملي واکمني  دساتنې ،  دجيلونو دمسووليت دليږدونې  او دشپې له خوا دلټونې اوپلټنو په اړوند دافغانستان  نظريې  غونډي ته څرگندي  اوبيان کړي .

دوزيرانو شورا غړو  له هر اړخيزو خبرو او غور  او دهيواد دملي واکمني په ساتنې باندې له ټينګاروروسته د دوديزي لوي جرګي دمشورتي پريکړه ليک دمحتوياتو په پام کې نيولوسره  چې دافغانستان دمسلمان ملت   نظريي  پکې منعکسي شوي دي  ، ددغه تړون لاسليک پرځاي وباله .

وروسته دسوداګري اوصنايعو وزير دهيواد په بازارونو کې دتيلو دبيو دثابت ساتلو په مقصد دپنځوزرو ټنو پطرولو  دپيرودني په باب ددغه وزارت  وړانديز غونډي ته طرحه کړ.

دوزيرانو شورا له مولدو هيوادونو څخه  دپنځه زره ټنه پطرولو دپيرودنې په باب  دسوداګرۍ اوصنايعووزارت وړانديز تصويب کړ.

ورپسې دوزيرانو شورا  دبانکي معاملو دبهير  دګړندي کولو ، په تيره بيا په ترکېه کې  دمحصلانو دمدد معاش پيسو دچټکي ليږدونې په مقصد ، دبهرنيو چارو  اودلوړو زده کړو وزارتونه او دافغانستان بانک لوي رياست موظف کړل چې  دترکېې  له هيواد سره دي په رسمي ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت بانکي معاملې  رامنځته کړي .

له اجنداسره سم داداري فسادپرخلاف  دمبارزي دقانون طرحه  دعدليې دوزيرله خوا غونډې ته وړاندې شوه او څرگنده شوه چې دوزيرانوشورا د ١٣٩٠ کال دسلواغي دمياشتې د ٢٤ نيټي دغونډي له پريکړي سره سم ددغه قانون طرحه دعدلي اوقضايي کميټي د ١٣٩٠ کال  دکب دمياشتي د ديارلسمي نيټې په غونډه کې  وڅيړل شوه  چې ديو لړ تصحيحاتو له واردولو وروسته  دتائيد په مقصد بيا دوزيرانو شورا غونډې ته وړاندې شوه.

دوزيرانو شورا  له هر اړخيزو خبرو  او دعدلي او قضايي کميټې  له تصحيحاتو له تائيدولو وروسته دعدليې وزارت موظف کړ چې دعدلي او قضايي کميټې په تصحيحاتو سربيره دې  دغونډي له يادونې سره سم  دلسمي مادي داتمې فقري ، دنهمې مادي دپنځمي فقري  اوديوويشتمي مادي  په مواردو کې لازم تصحيحات وارد کړي  او دغه قانون  دې بشپړ کړي  اوپه پارلماني چارو کې ددولت دوزير ددفتر له لاري  دې دتصويب په مقصد ملي شورا ته وړاندې کړي .

وروسته د١٣٩١ کال په کليزه کې دليکلو په مقصد دملي، مذهبي ، تاريخي  اودنړيوالو ورځو اودعمومي رخصتيو دورځوطرحه  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير اودشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت دمعين له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شوه او دوي زياته کړه  چې دغه طرحه  دوزيرانو شورا د ١٣٩٠ کال دسلواغي دمياشتې دلسمي نيټي دغونډي له يادونې سره سم بيا څيړل شوې ده .

دوزيرانوشوراپه هر اړخيزه توګه دوړاندې شوي طرحي په باب له خبرووروسته هرکال دبزګر دورځي په نامه  دوري دمياشتي ددويمي نيټي درخصتي په زياتولو اودهيواد په کليزه کې  دمور دملي ورځې په ټاکنې سره  دکال دلومړي ورځې  په ر خصتي سربيره  تصويب کړه .

دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا دوه موارده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول  چې دتائيد وړ وگرحيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته