ټولنه

پکتیکا به په راتلوونکي کال کې د نویو پرمختګونو شاهده وي

کابل باختر د کب دمياشتې څلورمه
پکتیکا ته د افغان حکومت د بېلابېلو وزارتونو د معینانو ورغلی دولس کسیز پلاوی وايي چې افغان حکومت په نوي لمریز کال کې د دغه ولايت د پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې برنامې لري.
دوی پرون د پکتیکا د خلکو یوې سترې غونډې ته په خبروکې د دغو برنامو طرحه او عملي کېدل د جمهوررېیس د هغو ژمنو یوه برخه وبلله چې د پکتیکا د مخورو او سيمه ييزو مسوولینو سره‌ يې کړې وې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له مرکز څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې دغه ورځ په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکي ورځ وبلله.
وحدت وویل چې له پکتیکا والو سره د جمهور رېيس محمد اشرف غني  ژمنې ګام په ګام د پلي کېدو په حال کې دي چې ښه بېلګه يې دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنې او د پلاوي راتګ دی.
له بلې خوا  په پلاوي کې شاملو معینانو هم د پکتیکا لپاره په بېلابېلو برخو کې د نویو ګټورو پروژو د پلې کېدو ژمنې وکړې.
دوی د پوهنې، بیارغونې، د تيلو سروې، کرنې، اقتصاد او په یو شمېر نورو برخو کې د مهمو پروژو د پیل ژمنې وکړې او زیاته یې کړه چې په دغو برخو کې به ډېر ژر د پکتیکا والو لپاره ګټورکارونه ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په دومره لوړه کچه مهم پلاوی دغه ولایت ته سفر کوي او په سیمه کې له نږدې د خلکو ستونزې، غوښتنې اوري او دوی ته د پروژو زیري ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته