سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين دهند دبهرنيو چارو وزارت له مقاماتو سره وکتل.

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ډاکترنصيراحمدانديشه  هندوستان ته درسمي سفر په بهيرکې  پرون ددغه هېواد دبهرنيو چارو وزارت  له يوشمير مقاماتو سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې ډاکتر انديشه دافغانستان او هند داړيکو دارزښت او ددواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې           د دواړو هېوادونو اړيکې دتفاهم او متقابلې دوستۍ ولاړې دي.
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت معين  دقونسلي  ، روزنيزو او ديپلوماسي دچارو ، دهند او افغانستان دهوايي دهليز دموافقه ليک و دوه اړخيزو سياسي اړيکو او دمعلوماتي تکنالوجۍ  اداري او محاسباتي  نويو سيستمونو څخه داستفادي دتجربو  دليږدونې په ګډون دعلاقي وړ موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
په مقابل کې  دهند جمهوريت  دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو دسيستماتيکو مالي _ اداري اوقونسلي چارو کې داطلاعاتو اوتخنيکي  تجربو دتبادلې په لاره کې  دهمکارۍ ژمنه وکړه٩ او کاري اوتخنيکي اړوندو برخو کې  ددوه اړخيزو 
ټيمونو دغونډې دجوړولو غوښتنه وکړه.
اداري او د منابعو معين  دغه راز  د دغه سفر په بهير کې په د يپلوماسي ، دمالي _ محاسباتي سيستم  اوقونسلي برخو کې  دهند دبهرنيو چارو وزارت دبهرنيو خدمتونو انستيتوت او دغه راز په نوي ډيلي کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفارت وکوت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته