سیاست

تبصره.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
د دولتي مراجعو له لارې دبهرنيو مرستو دلګولو په باب دافغانستان د دولت ټينګار ،مثبتې پايلې لري.
او دهيواد  دولتي مرکزونو داکار ثابت کړ چې لګښتونه يې له شفافيت سره يوځاى دي.
دباختر آژانس مبصرليکى :په تير ميلادي کال کې دنړۍ ديو شمير هيوادونو جګپوړي استازي د جاپان په پايتخت توکېو کې راغونډ شول چې په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره دخپلو مرستو د دوام څرنګوالې وڅيړي.
دغه غونډه سره له دې چې په مشخصو ژمنو سره پاى ته ورسيده ،برخه والو يې په دې ټينګار کاوه چې دافغانستان دولت يوه دقيقه تګلاره غوره کړي چې له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې مرستې په شفافيت سره ولګول شي.
دوى په سلو کې ترڅلويښتو پورې دبهرنيو مرستو د شفافيت په کچې دتاييد مهور ولګاوه.
په لګښتونو کې دشفافيت په باب دتوکېو دبرخه والو ټينګار په داسې حال کې وشو چې دافغانستان دولت په وار وار ويلې دي چې په افغاني مرکزونو کې لګښتونه له شفافيت سره يو ځاى دي په داسې حال کې چې يو شمير نړيوالې موسسې او سازمانونه په بې ځايه او اضافي لګښتونو سره له افغانستان سره دمرسته شويو پيسو دضايع کېدو سبب شول.
دحکومتي مراجعو له لارې دبهرنيو مرستو دلګولو په باب دافغانستان د دولت ټينګار او دقانع کوونکو دلايلو وړاندې کول ددې سبب شول چې نړيواله ټولنه ومني چې د دوى دمرستو زياته برخه دافغانستان د دولت له لارې ولګول شي.
دغه راز دولت دبهرنيو مرستو په څرنګوالې باندې د څارنې ،څيړنې او پلټنې بهير ګړندي کړي.
په دې وروستيو وختو کې دبودجې دنړيوال مشارکت خپلواک او غير حکومتي مرکز چې مقريې دامريکا دمتحده ايالاتو په واشنګټن ښارکې دي په خپل کلني  رپوټ کې ليکې دي .
دافغانستان دتوکېو په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې دبودجې دشفافيت دفيصدي کچه په سلو کې ترڅلويښتو پورې لوړه کړي دغه غير حکومتي مرکز اوس خبرورکړي دي چې دافغانستان دبودجې دشفافيت او کېفيت فيصدي په سلو کې نهه پنځوس تثبيته شوې ده .
دبودجې دنړيوال مشارکت دخپلواک او غير حکومتي مرکز رپوټ کولاى شي هغه غرضي رپوټونه او خبرې پاى ته ورسوي چې دافغانستان په حکومتي مرکزونو يې تورلګاوه چې کاريې شفاف نه دى او افغاني ادارې په فساد ککړې دي.
دشفافيت  نړيواله اداره يوه له دغو مرکزونو څخه ده خو دبودجې دنړيوال مشارکت دخپلواک او غير حکومتي مرکز رپوټ کېداى شي دنړيوالې ټولنې لپاره ښه مستند او دمنلو وړ برياليتوب وي چې د افغانستان داداروکار له شفافيت او مسووليت منلو سره يوځاى دي.
دغه رپوټ په افغانستان کې دپولي لګښتونو دراتلونکې په نسبت اعتماد اوباور زياتوي او نړيواله ټولنه به دې ته وهڅوي چې لګښتونه دافغانستان دحکومتي مراجعو له لارې ترسره کړي په داسې حال کې چې دنړيوالو موسسو او سازمانونو له لارې لګښتونه له مشخصو ستونزو سره يو ځاى دي.
مخکې له دې انګليسي ديپلوماتانو او دامريکا دمتحده ايالاتو د پلټنې اداري  په نړيوالو موسسو او دهغو په قراردادنونو کې دفساد خبرې کړي دي.
دافغانستان خلک او دولت هيله لري چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې خپل پروګرام او عمل دبودجې دنړيوال مشارکت دخپلواک او غيرحکومتي مرکز درپوټ په استناد عيار کړي او واقعيتونو ته په غاړي ايښودلو سره دې ددغه هيواد په وړاندې خپل اخلاقي مسووليتونه ترسره کړې ديادونې  وړ ده چې دافغانستان د ١٣٩٢ ملي کال بودجه درې سوه څلور پنځوسو ميلياردو ډالروته رسيږي.
چې په سلو کې اووه ديرش يې دملي عوايدو له لارې او نوريې دنړيوالې  ټولنې له مرستو تمويليږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته