امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي په کندزکې ووژل شول

کندز- باختر د چنګاښ اووه ويشتمه :
يوولس تنه ډار اچوونکي پرون د کندز ولايت په مرکز د حضرت سلطان په ساحه کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت په مرکز د حضرت سلطان په  ساحه کې  د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
  جمشيدي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دغه راز د ډار اچوونکو شپږ ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او وچول شول.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته