امنیت

د لوګرپه بره کي برک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله پنځه تنه شهيدان شول او څه دپاسه پنځلس تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د  مرغومي دولسمه
نن دمازيګر  د څلورو بجو په شاوخواکې دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان په بازارکې د يو ماين دچاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي شهيدان او څه دپاسه پنځلس تنه نورملکي وګړي ټپيان شول.
دبره کې برک ولسوال انجنير رحيم امين د ټيلفوني اړيکو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: چاودنه په يوموټرسايکل کې د يو ځاى پرځاى  شوي ماين او چاوديدونکو توکو د ايښودلو له امله رامنځته شوه چې له امله يې پنځه تنه ملکي وګړي شهيدان شول. په شهيدانوکې يوماشوم او يوه ښځه هم شته.
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر ظريف نايب خيل باخترآژانس ته وويل چې پنځلس تنه ټپيان د بره کي برک ولسوالۍ او د نايب امين الله خان لوګري روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
يوه اوونۍ مخکې هم د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښارکې په يوبايسکل کې دځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله څلورتنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته