امنیت

حامد کرزی په هسکه مېنه کې د بهرنیوځواکونوبريدونه په کلکه غندي

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ننګرهار په هسکه مېنه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ د یو شمېر هېوادوالو په مرګ ژوبله خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرګندوي او دغه عمل په کلکو ټکو غندي.
دپخوانی جمهور رئیس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزی له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د افغانانو پر کلیو او باندو بریدونه او د ملکی خلکو وژنه د بشر ضد جنایت او د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي او یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه غواړي چې له تروریزم سره د جګړې په نامه له افغان وژنې لاس واخلي.
پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته دفردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته