امنیت

د ٢٠٥ اتل قول اردو له تعليمي مرکز څخه نهه نوي تنه فارغ شول .

کابل باختر دوري  اوولسمه :
  ٩٩ تنه افسران ، بريد ملان او سرتيري  پرون له تعليماتو وروسته د ٢٠٥ اتل قول اردو له تعليمي مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
د ٢٠٥ اتل  قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  دغه افسران ، بريد ملان او سرتيري د تعليمي پنځمې دورې کورس څخه د ٢٠٥ اتل قول اردو  له تعليمي   مرکز څخه فارغ شول .
په هغه  غونډه کې چې په همدې مناسبت ترسره شوې ده د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار  خبرې وکړې  وويل چې زموږډير ستروياړ دملي اردو دغه جامې دي چې  واغندو او له خپل ګران هېواد څخه په ميړانه  سره دفاع وکړو . او هغه ټولى چې نن فارغ شول دپلې پنځم ضربتي  تولى دى  چې دجنايتکارو ياغيانو دله منځه وړلوپه خاطر ځانګړو دندو ته چمتو شوي دي .
  دوى  په مدرن وسلو او جنګي تجهيزات سمبال  شوي او دغه راز  ده دخپلې خبرې  په دوام فارغان وروستي دندو ته چې له هېواد او خلکو  څخه دفاع دى متوجه کړل  او غونډه دفراغت دسندونواو ستاين ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته