سیاست

د سولې په چارو کې د همغږۍ د لویې کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

کابل / د سلواغې٤مه/ باختر  
د حکومت په کچه د سولې په چارو کې دهمغږۍ د لویې کمېټې د جوړېدو په اړه د جمهوري ریاست دعالي مقام ترحکم صادرېدو وروسته، دې کمېټې د جمهورريیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې ددولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ او دغړو په ګډون خپله لومړۍ ناسته وکړه.
د سولې په چارو کې ددولت وزارت يوخبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ .
عبدالسلام رحیمي په دې ناسته کې وویل چې په تېر کې د حکومتي ادارو او رامنځته شويو وړتیاوو تر ټولو ډېر تمرکز د جګړې پر مدیریت و.  دا مهال باید شته وړتیاوې د سولې راوستلو لپاره د وړتیاوو منسجمولو لپاره  وکارېږي او له همدې امله د سولې په چارو کې  د همغږۍ لویه کمېته جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې په اړه اجماع رامنځته  شوې ده او زیاته یې کړه چې اوس اړتیا ده د هغې بیې په اړه اجماع رامنځته شي چې د افغانستان خلک یې پرې کوي.  ده ټینګار وکړ چې دا بیه باید د منلو وړ وي.                                   ده وویل چې د دولتي ادارو او دغې کمېټې کړنې به د سولې په بهیر کې د دولت پیاوړتیا او ځواکمني ثابته کړي.
ښاغلي رحیمي د اوربند په اړه وویل چې د اوربند د رامنځته کولو  او ساتلو لپاره شته وړتیاوې باید منسجمې شي.
ده د سولې د بهیر په  ډیزاین کې د خلکو رول مهم وباله او د اجماع په  رامنځته  کولو           کې یې د علماوو رول د بېلګې په توګه یاد کړ.                                                                  ښاغلي رحیمي وویل چې علماوو هم  په هېواد دننه او هم له هېواده بهر ته په تلو سره               د سولې په اړه د اجماع په رامنځته کولو او پیاوړي کولو کې مهم رول ادا کړی.
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ښځو پر بسیج کولو او د سولې په بهیر کې د هغوی د ونډې پر تأمینولو ټینګار وکړ.                                  ده وویل چې په افغانستان کې باید د پخلاینې بهیر پيل شي او د قومي شوراګانو په څېر وړتیاوې وکارول شي.
ده زیاته کړه چې دولت د هېواد په هر ګوټ کې خلکو ته د خدمتونو ور رسولو ته ژمن دی؛ خو د تېر په پرتله دقیقو او اغېزناکو خدمتونو رسولو ته اړتیا ده.
ښاغلي رحیمي د سولې په بهیر کې پر پوهاوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په اطلاع‌رسولو کې دقت یو مهم اصل دی؛ پیغامونه باید په ډېر دقیق ډول او د بیان د آزادۍ د ارزښتونو له مخې ورسول شي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه‌ييزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتيا لپاره د داسې قوي ډيپلوماسۍ غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې او ټیکاو له امله د سیمه‌ييزو او نړیوالو ګټو پر بنسټ ولاړه وي.
ده د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل چې طالبان د طبیعي سرچینو په ناقانونه استفادې، د کوکنارو په کښت او د نشه‌ يي توکو په تولید سره تمویلېږي.                                          ده وویل چې د سولې له بهیر سره تر یوځای کېدو وروسته د طالبانو د اشتغال او معیشت بدیل ته اړتیا ده.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال تاج‌محمد جاهد هم په دې ناسته کې خبرې وکړې او ویې چې پروګرامونه باید د ملي ګټو پر اساس جوړ شي او د جوړښتونو ګټورتیا ته پام وشي.
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي د سولې بهیر د اړوندو پلانونو         د مالي ملاتړ په برخه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي راډیو – ټلویزیون لوى  ريیس محمد اسماعیل میاخېل د هغو هېوادونو د رسنیو تجربې ته اشاره وکړه چې سوله پکې شوې ده او ویې ویل چې         د رسنیو اطلاعات او د سیاسیونو رسنیز حضور باید دقیق او د بهیر پر واقعیتونو         ولاړ وي.
د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو وزارت د پناه‌غوښتونکو د چارو مرستیالې ډاکترې عالمې هغو شته جوړښتونو ته اشاره وکړه چې د سولې په بهیر کې مرسته کولای شي.  دې د بيوزلۍ کمولو عالي شورا ته په اشارې سره وویل چې دا شورا د بیا ادغام په بهیر کې مهم رول ادا کولای شي. دې د کډوالو سترې کتلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې وطن ته د کډوالو بیاراګرځېدو ته باید له وړاندې پلان ولرو.
د سرې میاشتې اجرايي ريیسې نیلاب مبارز وویل چې خلک باید درک شي او مسوولانه چلند ورسره وشي. دې له ټولنې څخه د کرکې د فرهنګ پر ورکولو او د انساني  کرامت  پر لاډېر ترویج ټینګار وکړ او ویې ویل  چې د زندانونو  وضعیت  څېړنې ته اړتیا لري. همدارنګه آغلې مبارز وویل چې نامسوول وسله ‌وال ځواکونه د نا امنۍ یو لوی لامل دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال شهراز ځدراڼ د داخلي اجماع پر پیاوړي کولو ټينګار وکړ او ویې ویل چې د سولې ولسي اړخ ته باید پام وشي او مشارکت تأمین شي. ده وویل چې باید پر بدیل معیشت کار وشي.
د زندانونو او توقیف‌خونو  لوى  ريیس احمدراشد طوطاخېل وویل چې له بده مرغه له پخوا څخه زندانونه د افراطیت پرماشینونو بدل شوي او همدارنګه د څارن‌ځایونو وضعیت او له زندانیانو سره چلند مناسب نه دی.                                                                            ده وویل چې دا مهال په دې برخه کې اقدام کولو ته اړتیا ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت‌الله غفوري د وزکارتيا او خلکو لپاره د اشتغال ‌پیداکولو په اړه  وغږېد او ویې  ویل چې  د  سولې ترعملي کېدو  وروسته به  دا وضعیت پراخ شي.                                                                                                                   ده زیاته کړه چې له همدې امله باید د ګډ او ګټور کار لپاره د ادارو  تر منځ له وړاندې همغږي رامنځته شي.
په پای کې د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وویل  چې حکومت نه یوازې دا چې د سولې خنډ نه دی ، بلکې تسهیلوونکی یې دی.                                                                                              ده زیاته کړه چې حکومت د سولې له بهیر سره پر مسوولانه چلند مکلف دی؛ له دې امله  د سولې په چارو کې د همغږۍ لویه کمېټه جوړه شوې ده، باید بهیر چټک  کړو    او کاري میکانېزمونه اصلاح کړو.
ده زیاته کړه چې خلکو ته باید د دولت د خدمتونو رسولو چاره پیاوړې شي او د زندانونواو زندانیانو د وضعیت ښه‌والي ته پام وشي.                                                            پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته