کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
جاپان له افغانستان سره دنړۍ دخوړو دپروګرام له لارې ٧ر٢ ميليونه ډالره مرسته وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزير نجيب اقا فهيم په هغې غونډه کې چې په همدې مناسب د جاپان په سفارت کې جوړه شوې وه وويل : د ٧ر٢ ميليونو ډالرو مرسته دنړۍ دخوړو پروګرام ځواکمن کوي چې يوسلو اوويا زرو کسانو ته چې دسېلاونو ، دواورې دښوييدنې او زلزلو له امله زيانمن کېږي په راتلوونکو ١٢مياشتو کې دخوراکي توکو انډې برابر کړي
دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزير دغه راز وويل ؛ جاپان په تېرو ١٨ کلونو کې دکرنې داوبو دمنابعو دمديريت اودپوهنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره اغيزمنې همکارۍ کړي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ