مزارشريف باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
د بلخ پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي د ديپارتمنت د ښکلونو هنرونو د څانګې د محصلانو څه دپاسه ٢٥٠ هنري آثار او لاسي محصولات پرون نندارې ته وړاندې شول.
د پوهنتون استاد او د دغه نندارتون مسوول حيات الله احمدي باختر آژانس ته وويل: په دې نندارتون کې يوسلو پنځوسو تنو محصلانو د انځورګرۍ، خطاطۍ، ښکلې ليکنې، عکاسۍ، ميناتورۍ او دلاسي صنايعو ٢٥٠ آثار د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
د بلخ پوهنتون د ښکلو هنرونو د برخې يو شمېر محصلان د نندارې د ستر سالون د نشتوالي، د ښکلونو هنرونو په برخه کې د استادانو د کمښت او او د زده کړې د مناسب ځاى د کمښت لپاره شکايت کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دوى ستونزې حل کړي.
احمدي زياته کړه چې د بلخ پوهنتون په شپاړلسو پوهنځيوکې څه د پاسه لسو زرو تنو محصلانو ته د ٤٠٠تنو استادانو له خوا لوست ورکول کيږي چې څلور کاله مخکې د ټولنيزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د ښکلو هنرونو ديپارتمنت شو او دغه ديپارتمنت په دې بريالى شوى دى چې درې ځلې د محصلانو هنري او د انځورګرۍ آثار نندارې ته وړاندې کړي.
پاى ف ذ
1 1 دقیقه لوستل