امنیت

په غزني کې دپوځي افسرانو دوروستيو ترورونو عامل ووژل شو.

  دغزني ښار  باختر دکب دمياشتې ٢٩ :
امنيتي  منسوبين وايي   چې په غزني ولايت کې دپوځي افسرانو دوروستيو ترورونو عامل  ووژل شو .
دغه کس  دطالبانو دډلې غړى بلل شوى دى  چې پرون يې  په غزني ښارکې د يو افسر دترور نيت درلود چې دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
دغزني ولايت دپوليسو يو مسوول  دباخترخبري آژانس ته وويل :  چې دطالبانو دډلې  دغه غړى په دې وروستيو وختو کې  دغزني په ښار او څيرمه سيمو کې  دپوځي افسرانو  دترور اصلي عامل و .
د وړاندې شويو شميرنو له مخې  په تير يو کال کې  په غزني ښار  او شاوخوا سيمو کې دپوليسو څه ناڅه شپږ تنه  افسران  ديرغلګرو موټرسايکل سپروله خوا وژل شوي دي.
پوليسو وويل   چې دغه يرغلګرطالب  بي غږه تومانچه له ځان سره لرله  چې دهغې په واسطه يې  دملي اردو اودملي پوليسو دافسرانو په وژنو لاس پورې کاوه .
تير کال هم دطالبانوپه ډلې پورې اړوند يو تن چې په غزني ولايت کې  دپوليسو دڅوتنو افسرانو د وژنې عامل بلل کيده  دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته