۱۰۰ ورځې

نن له غرمې مخکې تر يوولسو بجو پورې ٢٧٠ انتخاباتي شکايتونه ثبت شوي دي .

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دتيرې شپې له نيمايي څخه نن له غرمې مخکې تريوولسو بجو پورې  ددغه کميسيون له خوا دانتخاباتو دبهير په نسبت ٢٧٠  مورده شکايتونه  او تيلفوني  معلومات ثبت شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسني وايي، دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته د ٢٧٠ رسيدلو شکايتونو  اومعلوماتو څخه يوسلو څلويښت مورده يې تيلفوني معلومات دي چې شکايت  بلل کيږي اويوسلو  پنځه ديرش نور موارد يې رسمي شکايتونه دي چې په مرکزي دفترونو او دهيواد په څلورديرشو  ولايتونوکې ثبت شوي دي او دانتخاباتي شکايتونو دثبت بهير به دراتلوونکي شپې تر دولسو بجو پورې هماغه شان دوام ولري .
محسني زياته کړه چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دکارکوونکو اودانتخاباتو په ورځ دهغو دلاسوهنو  په نسبت نهه ويشت مورده شکايتونه هم ثبت شوي دي چې دنوماندانو دملاتړو له خوا خلک  ته دپيسو دورکولو او دهغوى نظر وړ نوماندته دراي ورکولو په خاطر دهغوى دهڅونې ، دمشخص نوماند دملاتړ او دپيسو دورکولو په خاطر دامنيتي ځواکونو له خوا دخلکو دګواښلو او دانتخاباتو دکميسيون  دکارکوونکو دلاسوهنې  او نظر وړ نوماند ته دراي ورکولو لپاره دخلکو دهڅونې په ګډون مسئلې پکې شامليږي .
  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى دغه راز دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل چې  دهغوى دشکايتونو  دثبت لپاره دټاکلې مودې تر پاى ته رسيدو پورې دشکايتونو دثبت  هغه فورمې چې دراى ورکولو په ځايونوکې ويشلې شوې وې،  دشکايتونوکميسيون ته وسپاري او دغه راز محسني وويل  چې دشکايتونو داخستلو وخت دتيرې شپې له دولسو بجو څخه پيل شوى دى .
او  دغه بهير به ددوشنبې دشپې تر دولسو بجو پورې دوام ولري .
ده ټينګاروکړ چې  بايد له وخت څخه مخکې اټکل ونه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته