ښوونه او روزنه

دکابل ښار دښوونځيو ستونزې وڅيړلې شوې .

کابل باختر د تلي دويمه: دکابل ښار دښوونځيو دستونزو د څيړنې په مقصد نن دتعليمي حوزو د نظارتي آمرانو غونډه جوړه شوه . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دکابل ښار دپوهنې رييس دهغو اقداماتو ځينو څندو ته اشاره وکړه چې په مسلکي او تخنيکي برخو کې داصلاحاتو پربنسټ شوي دي او دتعليمي حوزو له څارنيزو آمرانو څخه يې وغوښتل چې خپله ټوله پاملرنه په کابل ښار کې دپوهنې دحالت لازيات ښه والي ته واړوي . دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې د زدهکوونکو زياتره کورنى دکابل ښار په ځينوسيمو کې له اوسني حالت څخه خوښ نه دي . دکابل ښار دپوهنې رييس دغه راز په دې غونډه کې طرحه کړه چې دپوهنې وزارت او دکابل ښار دپوهنې رياست خپله زياته پاملرنه دښوونځيو دزده کوونکو دستونزو لرې کولو ته واړوي . ددغې غونډې برخه والو خپلې ستونزې په ګوټه کړې . ختم_ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته