امنیت

دغور خلک چمتو دي چې په کندز کې دتروريستانو دناوړوعملونو مخه ونيسي .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دغور  دولايتي شورا  په لسګونو تنو غړو  او دمدني ټولنې  فعالانو نن  په دغه ولايت کې  دغونډو په جوړولو سره  له امنيتي ځواکونوسره  خپل ملاتړ اعلام کړ.
  دفيروز کوه له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې غونډه کې برخه والو  په کندز ولايت کې  له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ په ترڅ کې  په دغه ولايت  دطالبانو بريد او هغه جنايتونه چې دوى  په دغه ولايت کې ترسره کړل  په کلکه وغندل .
  دغونډې برخه والو له حکومت څخه وغوښتل چې  په کندز ولايت کې  دطالبانو  نه بخښوونکي  عملونه  وڅيړي  او ددغه جنايت  عاملين  په سختومجازاتو محکوم کړي .
ددغې غونډې برخه والو دغه راز تيارى  څرګند کړ چې دوى چمتو دي چې داړتيا په صورت کې  دپرديو  دمزدورانو په وړاندې دجګړې لپاره  کندز ته لاړ شي  او دتروريستانو او دهغوى دبهرنيو  ملاتړو پرخلاف   وجنګيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته