امنیت

په ميدان وردګو کې دچاودنې له امله يو ماين پاکوونکي شهيد او پنځه تنه نور ماين پاکوونکي ټپيان شول .

کابل باختر دتلي شپږمه :
دميدان وردګو  ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې  دماين دچاودنې له امله يوه ماين پاکوونکي  شهيد او پنځه تنه نور ماين پاکوونکي ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي وياند عطاالله خوږياني  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن له غرمې مخکې دسيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددشت توپ په ساحه کې هغه وخت رامنځته  شوه چې داسترلنګ  په موسسې  پورې اړوند دماين پاکوونکو دسپرلۍ  موټر دماين پاکولو لپاره دسيد اباد ولسوالۍ  ته  روان و چې په لاره کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت  .
دخوږياني   دڅرګندونوله مخې په دې پيښه کې  يوماين پاکوونکي شهيد اوپنځه تنه نور ماين پاکوونکى ټپيان شول .
خوږياني زياته کړه چې دپيښې ټپيان دميدان وردګو ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دروغتون دمسوول د څرګندونوله مخې  ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب  بلل شوى او دزياتې درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته