ټولنه

ټاکل شوې ده داسلامي هيوادونو دکنفرانس دغړو هيوادونو مشران په نږدي راتلونکي کې داسلامي نړۍ دحالت او يو والۍ ،په منځنې ختيځ کې دپرمختياوي د څيړنې په مقصد دسعودي عربستان مکي معظمي په ښار کې خپله غونډه جوړه کړي

کابل باختر د زمري  دري ويشتمه

  ټاکل شوې ده داسلامي هيوادونو دکنفرانس دغړو هيوادونو مشران په نږدي راتلونکي کې داسلامي نړۍ دحالت او يو والۍ  ،په منځنې ختيځ کې دپرمختياوي  د څيړنې په مقصد دسعودي عربستان مکي معظمي په  ښار کې خپله غونډه  جوړه کړي .

   دباختر اژانس دسياسي څانګي مبصر ليکي  داسلامي هيوادونو دکنفرانس دغړو هيوادونو دمشرانو غونډه به دروژي دمبارکي مياشتې په  ٢٦ او  ٢٧ مه ورځ دسعودي عربستان د باچا ملک عبدالله په کوربه توب  په مکه  مکرمه  کې جوړه شي .

 کوربه هيواد په دې غونډه کې دګډون بلن ليکونه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په ګډون دغړو هيوادونو مشرانو ته ليږلي دي او ټاکل شوې ده چې حامدکرزي سبا په دې غونډه کې دګډون په مقصددغه هيواد ته روان شي .

 دديپلوماتيکي  خبرځايونو د څرګندونو له مخې ټاکل شوې ده داسلامي  هيوادونو دمشرانو په غونډه کې د اسلامي نړۍ داړيکو دسوريې دحالاتو ډ افغانستان دپرمختياوو ،د فلسطين دخلکو دستونزو ، د ميانمار ( برما )  له مسلمانانو دمشکلاتو په ګډون د مسئلو او د ځينو نورو مسئلو په باب خبرې وشي .

  کوربه هيواد هلې ځلې کوي  چې  ددغي غونډې برخه وال ددغو قضيو په وړاندې ګډ دريځ غوره کړي .

 دمکي مکرمي  غونډه په داسي حال کې جوړيږي چې په ځينو اسلامي هيوادونوکې پيښو او انکشافاتو  له دغه سازمان څخه بهر دريځونوسره خړپړ شوي دي او حل کولو کې سليقوي  اړخ پيداکړي دي او داسلامي نړۍ له دايري څخه بهر هيوادونو نفوذ اوګتې  په دغه ځاى کي دنړۍ مسلمانان له دې جملي څخه  دافغانستان مسلمان خلک ددغې غونډې له برخه والو څخه هيله لري چې دوي دمسلمانانو د ستونزو او په تيره بيا داسلامي هيوادونو ترمنځ دستونزو په حل کولوکې په رغنده اقداماتو لاس پورې کړي ځکه په ډآګه ليدل شوى دى چې ځينې اسلامي هيوادونه دخپلو نورو اسلامي هيوادونو لپاره دبي ثباتي او نا امنې لپاره وسيلې  دي چې داکار ددې سبب شوي دي چې په سيمه ئيزو مسئلو او په اسلامي نړۍ کې دنورو هيوادونو دلاس وهنې لپاره زمينه برابره شي .

  يوله دغو هيوادونو څخه افغانستان دي چې دبهرنيو لاس وهنو هغه هم دهغو هيوادونودلاس وهنو له امله چې داسلامي هيوادونو په کنفرانس  پورې منسوب دي ځوريږي او ددوي لاس وهنې په بيلابيلو اړخونو او زاويو کې ترسره کيږي او دهري ورځې په تيريدو سره ددغه هيواد  په نسبت دهغوي بدبينې  او کينې زياتيږي او ددغه شان لاس وهنو دپاى ته رسيدو نښه نښانه نه ليدل کيږئ .

   دافغانستان  داسلامي جمهوريت ددولت مشرتابه ددغه شان ستونزو د پاى ته رسولو په مقصد په وار وار داسلامي نړۍ له کورنۍ څخه د مرستي او همکاري غوښتنه کړى ده چې دحل لپاره يې داسي لاره چې هماغه دبهرنيو لاس وهنو هغه هم ديو شمير مسلمانو ګاونډيو هيوادونو له خوا دي ، نه ده پيدا شوي .

 دلته داسلامي  نړۍ دمرکز په توګه دسعودي عربستان او دهغه دپاچا دخادم الحرمين الشريفين  ملک عبدالله رول دارزښت او ستايني وړ دي . دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت مشرتابه په وار وار له ملک عبدالله څخه غوښتي دي چې په اسلامي  نړۍ کې دي له خپل معنوي نفوذ څخه استفاده وکړې او د بهرنيو لاس وهنو دبندولو او په افغانستان  کې دسولې او امنيت دتامينولو لپاره مرسته وکړې چې دغه غوښتنه په سعودي عربستان کې زموږ دمسلمانو وروڼو له صميمانه او ورور ګلويز  غبرګون سره  مخامخ  شوي ده .

 له بلي  خوا دافغانستان دولت په څو وروستيو کلونوکې په دې بريالي شوي دي چې له اسلامي هيوادونو سره په اړيکو کې  خنډ مات کړي اوس افغانستان دمصر او اندونيزيا په شان هيوادونوسره چې په اسلامي نړۍ  کې ځانګړي نفوذ لري  ښي او ژوري اړيکي ټينګي کړي دي او دترکيې قطر اومتحده عربي اماراتو په ګډون  له نورو هيوادونوسره چې کولاي شي  دسولې او ثبات په تامينولو او خبرو او تفاهم ته ددولت دوسله والو مخالفينو په هڅولوکې  ، له افغانانو  سره مرسته وکړې خپلي اړيکي پراخي کړي دي .

 سره  له دې هم دافغانستان دولت او خلک سعودي عربستان او داسلامي  هيوادونو دکفنرانس غړوته دقدرپه سترګه ګوري او باور لري چې دافغانانو سره دمرستي او همکاري په لور ددغه هيواد حرکت کيداي شي په دغه هيواد کې دسولې او ثبات داعاده کولو لپاره برخليک ټاکونکي وې .

 حامدکرزي ته دنږدي خبرځايونو د څرګندونوله مخې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور ررييس به دغوندې په بهير کې  يوه مهمه وينا واوروي  او مشخص پيشنهادونه  په وړاندې کړي او يوځل بيا له سعودي عربستان او داسلامي هيوادو دکنفرانس له نورو غړو څخه وغواړي چې په افغانستان کې دسولې او ثبات داعاده کولو په لاره کې  همکاري وکړې او داپه داسي حال کې ده چې حامدکرزي په دې وروستيو وختو کې د سعودي عربستان دباچا په نامه ديوبل ليک په ليږلو سره له ده څخه وغوښتل چې دافغانستان ددولت او دطالبانو په ګډون دهغه دوسله  والو مخالفينو ترمنځ دخبرو زمينه برابره کړي .

 په داسي حال کې چې خبره په سعودي کې داسلامي کنفرانس (او آى سى  دغړو هيوادو دمشرانو دغونډې د جوړولو په باب  ده د رابطه  عالم اسلام سازمان چې مقر يې په مکه مکرمه کې دى  په دې وروستيو وختو کې خپله  ٤١ غونډه جوړه کړه او په هغي  کې يې داسلامي هيوادونو دکنفرانس له سازمان څخه وغوښتل چې د داورانو دکميټې په نامه دې يوه کميټه جوړه کړې او په افغانستان کې دسولې او پخلايني د تامينولو لپاره دې کار وکړي .

   دافغانستان دولت درابطه عالم  اسلامي  دسازمان ددغه تصميم هرکلي وکړ او په دې لاره کې يې خپله همکاري څرګنده کړه .

 اوس داسلامي هيوادونو دکنفرانس له سازمان څخه داهيله کيږي چې عملي تدبيرونو په نيولو سره  دي په افغانستان کې دسولې او ثبات داعاده کولو لپاره همکاري وکړې  او دبهرنيو لاس وهنو چې له بده مرغه  يو شميراسلامي هيوادونه چې داسلام له دايري څخه بهر دهيوادونو تر څنګ يې عاملين دي  مخه  ونسي .

 دافغانستان خلک  داسلامي  کنفرانس  دغړو په نفوذ او امکاناتو  باور او اعتماد لري او هيله من دي چې هغوي يواځې ديوې وينا يو نظر او يا ديو پيشنهاد په وړاندې کولو بس والۍ ونه کړي بلکي په عملي او جدي اقداماتو  دي لاس پورې کړي چې دافغانستان  خلک په سولې  چې  دلوى خداى ( ج )   رضايت پکي  نغښتي دي  برلاسي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته