سیاست

دفاتحې اخستلو مراسم پرځاى شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١ دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخستلو مراسم نن دفارياب ،سرپل او دجوزجان په ولايتونو کې پرځاى شول. په دغو مراسمو کې چې دفارياب ولايت دعيدګاه په جامع جومات ،دسرپل دپل خشتي په جامع جومات او دشبرغان ښار په جامع جومات کې ددغو ولايتونو دنظامي او ملکي ادارو دمسوولينو له خوا پرځاى شول ددغو ولايتونو په سل ګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړى و او ددغه ارواښاد پاک روح ته يې دعا وکړه. دفاتحې اخستلو دمراسمو ځينو برخه والو د باختر آژانس له خبريالانو سره په خبرو کې دافغانستان په اوسنيو نازکو شرايطو کې د مارشال محمد قسيم فهيم مړينه يوه ستره ضايعه وبلله. دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې اخستلو مراسم نن په دايکندي ولايت کې پرځاى شول. په هغو مراسمو کې چې د دايکندي ولايت دحج او اوقافو رياست په جامع جومات کې ددغه ولايت دملکي او نظامي ادارو دمسوولينو له خوا پرځاى شول . ددغه ولايت په سل ګونو تنو خلکو پکې ګډون کړى و په دغو مراسمو کې د دايکندي والي عبدالحق شفق دمارشال محمد قسيم فهيم دشخصيت دبيلابيلو اړخونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ارواښاد دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت په دوران کې ارزښتناک رول ولوباوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته