ښوونه او روزنه

په سمنګانو ولايت کې دپوهنې لپاره دوه ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر  دزمري ١١:
په سمنګانو ولايت کې پرون  دپوهنې لپاره ددوو ودانيو دجوړولوکار پيل شو . 
دسمنګانو ولايت دپوهنې سرپرست فيروز الدين ثاقب  دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه ښوونځي يوه ودانۍ دهند ددولت په مرسته دايبک دمسلکي او تخنيکي انستيتوت لپاره دڅه ناڅه  اتلسو مليونو  او پنځه سوه افغانيو په لګښت  جوړيږي .
اوبله ودانۍ  يې دروي دو اب ولسوالۍ  داب فورک  د  نجونو دليسې لپاره  دپوهنې وزارت  دپرمختيايي بودجې له خوا ديولسو مليونو اوپنځه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي ، ددغو دوو ودانيو دجوړولوکار په څه کم يو کال کې بشپړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته