امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په ننګرهارکې ونيول شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
پنځه تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې په دوو جلا جلا پيښوکې ونيول شول.
دغه کسان د جنګي وسايلو او د مالي امکاناتو د جلب او جذب په موخه ددغه ولايت له کليو څخه ښارته راغلي و چې دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شول.
دننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: دغه پنځه تنه ډار اچوونکي پرون ناوخته په دوو جلاجلا عملياتوکې په جلال آباد ښارکې ونيول شول.
ده وويل: نيول شوي کسان د داعش او طالبانو د ډار اچوونکو ډلو غړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته