سیاست

حامدکرزي الماني پانګه والو ته په افغانستان کې دپانګې اچونې بلنه ورکړه .

کابل باختر  دثور لومړي :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي  دالمان فدرالي جمهوريت ته دخپل سفر په بهير کې پرون دبوخم او ايسر لون ښارونه وکتل .
دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: حامدکرزي ددغو ښارونو دطلايي کتابونو له لاسليک کولو وروسته په هغې معلوماتي غونډه  کې چې دبينس  دسوداګري  او معلوماتي تکنالوژي دښوونځي دمشرتابه هيئت اومسوولينوله خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ .
دغه غونډه ددغه ښوونځي دسمپوزيم  په باب چې په ٢٠١٦ ميلادي کال کې  جوړيږي جوړه شوې وه .
  دکاسپوس سمپوزيم  يوه اکاډميکه  غونډه ده چې په هرو دووکلونوکې يوځل جوړيږي په تيرو سمپوزيمونو کې دامريکا  دپخواني جمهور رييس بل کلنتن  ، دملګروملتو دسازمان پخواني  عمومي  منشي کوفي عنان  دبريتانيا  دپخواني صدراعظم توني بلير او دامريکا دبهرنيو چارو دپخواني وزيرې کاندوليزا رايس په شان مهمو شخصيتونوګډون کړي و .
دغه راز په دې کتنه کې حامدکرزي  ته بلنه ورکړ شو چې په راتلوونکي  کال کې په دغه سمپوزيم کې داصلي وينا وال په توګه ګډون وکړي چې دغه بلنه دحامدکرزي  له خوا ومنل شوه .
حامدکرزي دغه راز په غرمني  ميلمستيا کې چې ناردراين  ديستفالين ايالت  دپانګه والو له خوا شوې وه ګډون وکړ .
په دې ميلمستيا کې حامدکرزي له افغانستان سره دالمان دهمکاريو له امله دمننې په ترڅ کې الماني پانګه والو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته