نړۍ

په لبنان کې د القاعده ديو جګپوړي غړى نيول کيدل .

 بيروت- اسوشتدپرس – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧
دلبنان دولت وايي  سرتيرو دالقاعده په ډلې پورې اړوند يوجګپوړې غړى چې په ټولې منځنۍ ختيځ  کې يې په  بريدونو لاس پورې کاوه  نيولى دى.
داسوشتدپرس دخبري آژانس دخبرله مخې  :  دلبنان حکومت په يوه وينا کې ويلي دي چې دعبدالله  عزام   د لوا غړى  جمال دفتر دار له سوريې سره  پولي ته  څيرمه دبريدونو په بهير  کې نيول شوى دى .
په وينا کې ويل شوي دي  نور وسله وال  کسان چې  سرتيرو  ته يې  په  لاسې بم سره ګواښونه  کول  وژل شوي  دي .
دغه  نيونه  يوه  ورځ  وروسته له  هغه  تر سره کيږي   چې د عبدالله  عزام لوا  ژمنه وکړه   چې په  لبنان کې د هغه دمشر ماجد الماجد له  وژل کيدو وروسته په ايران او حزب الله بريدونه  کو ي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته