سیاستامنیتTOP

د جمهوررییس په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

– کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د غونډې په پیل کې جمهوررییس غني نوي امنیتي ټیم ته د مبارکۍ پر مهال ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین په توګه ګډونوالو ته معرفي کړ.
وروسته د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یادو راپورونو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دښمن د بریدونو د دفعې او پلانونو شنډولو په موخه هر اړخیز قاطع اقدامات وکړي.
پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته