امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري لسمه : څلور تنه وسله وال طالبان په کاپيسا ولايت کې دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول . دکاپيساولايت دامنيې قوماندانۍداوپراسيون آمر سمونوال امان الله باختراژانس ته وويل دافغان هوايي ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه پرون مازيګر دنجراب ولسوالۍ دپچغان په درې کې دوسله والو طالبانو په يوې اډې بريد وکړ چې په نتيجه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې سخت ټپيان شول . خبرځاى زياته کړه چې په دې بريد کې ددښمن څو موټرسايکلونه هم له منځه تللې دي . ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته