امنیت

دميدان وردګو ولايت لپاره دطالبانو پوځي مسوول ووژل شو

کابل باختر دلړم دريمه :
دميدان وردګو ولايت لپاره  دطالبانو يو پوځي مسوول  له شپږو تنو نورو ډار اچوونکو سره  دميدان وردګو په ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
دغه جګړه تيره شپه  هغه وخت ونښته چې  پوځيانوميدان ښار ته څيرمه  د ده افغانانو او قلعه زيارت  په کليو کې  دوسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل .
دميدان وردګو په ولايت کې  يوه پوځي خبرځاى  باختراژانس ته وويل  چې دپوځيانو په دې بريد کې  دميدان وردګو ولايت لپاره  دطالبانو پوځي قوماندان قاري نور اقا  او شپږ تنه نور ډار اچوونکي  ووژل شول او څه ناڅه پنځه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل  چې  په دې بريد کې  پوځيانو ته  زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې  پوځيانو وکولى شول  دميدان ښار د ده افغانانو او قلعه زيارت کلي  دډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي .
ختم_ ف –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته