سیاستخبرونهنړۍ

د امریکا متحده ایالات پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

بهرنۍ رسنۍ/ کب ۲۱مه/ باختر

د امریکا مالیې وزارت په کرملین کې پر یو شمېر روسي استازو او پر نفوذي شخصیتونو د نویو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د ماليې چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې اعلان کړی چې د امریکا په نویو بندیزونو کې د روسیې بانفوذه شخصیتونه او د کرملین یو شمېر نفوذ لرونکي سیاستوال او امنیتي چارواکي په نښه کوي.

په خپرپاڼې کې راغلي چې دغو بندیزونو کې د کرملین د ویاند «دیمیتري پیسکوف» د کورنۍ درې غړي او د روسیې دولس پارلماني استازي په نښه کېږي.

د امریکا مالیې وزارت د ډيجیټل اسعارو کارولو له پاره د روسیې احتمالي هڅو پر وړاندې په لارښوونو ټینګار کوي.

په همدي اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د جمعې په شپه ویلي دي: د روسیې د پارلماني غړو پر وړاندې ځکه بندیزونه لګول کېږي چې روسیې له اوکراین څخه د دونیڅک او لوهانسک د خلکو جمهوریتونو په رسمیت پېژندلو کې رول درلود.

همدارنګه د امریکا د مالیې وزارت د جمعې په شپه د شمالي کوریا د توغندیو د پروژې په اړیکې کې پر درېیو روسي شرکتونو او دوو روسي تبارو کسانو بندیزونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسي شنونکي د سیمې او نړۍ د امنیت له پاره د دغو بندیزونو پایلې ښې نه ګڼي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته