ټولنه

دلوړو زده کړو وزارت دفارياب پوهنتون داستاد پوهندوى شيرمحمد شب رنګ دمړينې خبر ورکړ .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دفارياب پوهنتون استاد  پوهندوى شيرمحمد شب رنګ  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دلوړو زده کړو وزارت  دمشرتابه هيئت دخپلې ډاډګيرنې او غمشريکي مراتب دارواښاد کورنۍ دوستانو او خپلوانو ، استادانو اومحصلانو ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته  دفردوس جنت اوکورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ارواښاد پوهندوى شيرمحمد شبرنګ په  ١٣٢٣ هجري لمريز کال کې دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار په لومړي ناحيې پورې اړوند کوهيخانه  کلي کې په يوه روحاني کورنۍ کې وزيږيد  او له لومړنيو او ثانوي زده کړو وزارت په ١٣٥٢ کال کې دليسانس په سويه دکابل پوهنتون دساينس  له پوهنځي څخه فارغ شو .
ده دخپل ژوند کلونه  دهيواد دبچيانو ښوونې او روزنې ته وقف کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته