اقتصاد

د ام تي ان شبکه په افغانستان کې دخپلو خدمتونو کچه لوړوي .

کابل باختر دوري اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دمنځني ختيځ  او دافريقا دشمال په باره کې داقتصاد دنړيوالو غونډو تر څنګ دمنځني  ختيځ او دافريقا دشمال لپاره د ام تي ان شبکې له مرستيال اسمعيل جارودي سره وکتل .
داجراييه  رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې اجراييه رييس په افغانستان کې دام تي ان دمخابراتي شرکت دپانګونې او خدمتونو له امله قدرداني وکړه او په افغانستان کې يې ددغه شرکت  له لوري دپانګونې دزياتوالي  غوښتنه وکړه
جارودي له اجراييه رييس څخه په منننې او په افغانستان کې په کيفيت سره دخدمتونو په وړاندې کولو باندې په ټينګار سره وويل  دام تي ان مخابراتي شرکت چمتو دى چې په افغانستان کې دخپلې پانګونې کچه  لوړه کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته