سیاست

د بهرنيو چارو وزير د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٤

د هيواد د بهرنيو چارو وزير د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا د لارو چارو په باب خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د شپږم کنفرانس ترڅنګ د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين اصلوف سره وکتل .

په دې کتنه کې دواړو لورو په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، سوداګرۍ او ترانزيت، د اوسپنې پټلۍ، د انرژۍ د ليږدونې او د بنديانو د تبادلې په برخوکې په باب خبرې وکړې.

د يوبل خبرله مخې :

د هيواد د بهرنيو چارو وزير د ريکا د کنفرانس په بهيرکې د قطر دولت د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دې کتنه کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخوکې د قطر د سوداګرو د پانګې اچونې غوښتنه وکړه.

وروسته د قطر دولت د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د کرنې په برخوکې د آزمايښتي پروژو په ترسره کولوکې د قطر د دولت علاقمندي څرګنده کړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د هغو موافقه ليکونو په باب چې ټاکل شوې ده د دواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شي او دغه راز په کابل کې د قطر دولت د سفارت د پرانستلو په باب هم خبرې اترې وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته