سیاست

اجرائیه رئیس د بشري مرستو د نړیوالي سرمشریزي په کمېټه کي د مرستو رسولو او اړتیاوو د ختمولو تر عنوان لاندي وینا وکړه

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ترکیې په استانبول ښار کې د بشري مرستو په نړیواله سرمشریزه کي د (مرستو رسولو او اړتیاوو ختمولو) تر عنوان لاندي په فرعي ناسته کي وینا وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ډاکترعبدالله تر دې وړاندي په یاده سرمشریزه کي د هیوادونو او حکومتونو د مشرانو عمومي غونډي ته هم وینا وکړه او هلته یې د بشري مرستو پر همغږۍ او د بشر له خوا بشر ته د ایجاد سوو افاتو پر له منځه تګ تمرکز وکړی.
ډاکټر عبدالله په دغې کمېټه کي د نړۍ د غړو هیوادونو مشرانو او استازو ته په وینا کي وویل، چي افغانستان د پرمختګونو ترڅنګ لا هم د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال په خاطر له يولړ امنیتي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او دغه ستونزي کولای سي، چي د فقر او غربت سره په مبارزه کي د حکومت هڅي ټکنۍ کړي.
هغه زیاته کړه، چي له جګړو پای ته رسول، د سولي تر راتګ وروسته د ټولني د ټولو طبقو، په تيره بيا د ښځو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د حالت ښه والې د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او پورتنیو ستونزو اوسنۍ موخي سختي کړي دي.
نوموړي د طبعي او غیر طبعي افاتو پر وړاندي په کلیو او بانډو کي د اوسېدونکو افغانانو د ضررمن کېدلو د خطرونو مخنیوی، له فساد، نشه یي توکو او اقتصادي ستونزو سره مبارزه او د شخصي امنیت تامېن د حکومت د نورو پلانونو او فعالیتونو په توګه یاد کړل.
اجرائیه رئیس د تیري لسیزي په اوږدو کي له افغانستان سره د نړۍ له بې حسابه مرستو د منني ترڅنګ وویل، چي دغه مرستي زياترهً د اوږدمهالو پروژو او پایلو پر ځای، لنډ مهالو او ژر تغیر راوړونکو فعالیتونو ته متمرکزي وي او په لویه کچه یې د افغانستان د پرځان بسیا کېدني د اجنډا ملا ونه تړل.
ډاکټر عبدالله عبدالله یادونه وکړه، چي افغان حکومت د پر ځان بسیا کېدني لپاره اساسي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کي یې لنډه موده وړاندي د افغانستان ملي پرمختیايي ستراتیژي تدوین کړي، چي تطبیق به یې د مالیاتو د راټولولو پر میکانیزمونو او کاري فرصتونو د پانګوني په نتیجه کي د اقتصادي پیاوړتیا سبب شي.
هغه وویل، چي ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده، چي د افغانستان له هڅو ملاتړ وسي او په دې برخه کي د همغږۍ لپاره ګډي هڅي نوري هم پسې زیاتي سي.
ده زیاته کړه، افغانستان هیله لري، چي نړیواله ټولنه او همکاري ادارې به له موږ سره د خطرونو په تشخیص، د مخکنیو اقداماتو په ټاکنې او د ټولني د متضررو اقشارو، په تيره بيا ښځو، کوچنیانو او معلولینو ته د خاصي توجه په برخه کي زموږ د اوسنیو ظرفیتونو د روزني او لوړوني په برخه کي کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته